Banner

د هميم جلالزي نوی او ښکلی غزل

03.08.2011 07:32

د وچو شونډو پيکه رنګ په مانا نه پوهېږي
هېڅوک ما نه درک کوي هېڅوک په ما نه پوهېږي

دوی زندګي ته د رنګونو په نامه ورګوري
دوی لا تر اوسه د ګلاب په موسکا نه پوهېږي

ولې دوه لارې شي يو ځای ولې جلا شي بېرته؟
ولې خپل زړه د چا د زړه په درزا نه پوهېږي؟

ماته معلومه شوه هر څوک وي په بل چا مکمل
خو چې سړی نه شي تر کومه تنها نه پوهېږي

څوک په جذباتو کې دننه ځان موندلای نه شي
څوک عناصرو نه بهر په دنيا نه پوهېږي

چېرته پخوا يو ځلې مړاوې ور کتلي و چا
هميم اوس هم د ژوند په بله ادا نه پوهېږي

اسدالله نورزى 22.02.2014 11:20

ډير ښايسته نام خدا جلالزى صاحب په تيره دا بيت چې وايي
ماته معلومه شوه هر څوک وي په بل چا مکمل
خو چې سړی نه شي تر کومه تنها نه پوهېږي
ډير په زړه پورې ځکه يوه ډيره پخه او له فکره ډيکې موضوع ته مو اشاره کړي ده

علم ګل سحر 06.08.2011 07:22

ډیر ښکلی شعر دی، د همیم جلالزي ټول شعرونه دیوه اوښتون زیری لري
د وچو شونډو پيکه رنګ په مانا نه پوهېږي
هېڅوک ما نه درک کوي هېڅوک په ما نه پوهېږي

دوی زندګي ته د رنګونو په نامه ورګوري
دوی لا تر اوسه د ګلاب په موسکا نه پوهېږي...
تر پایه هر بیت ښکلی دی ورته لا بری غواړم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.